چين: د ليبيا مختلې خواوې دې په ډيالوګ سياسي بهير پرمخ بوزي
CMG2024/04/17 10:04:13
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي دای بين د اپريل په ۱۶مې نېټې د امنيت شورا د ليبيا مسئلې يوې علنۍ غونډې ته ويلي، هېواد یې هيله لري، چې د ليبيا مختلفې خواوې د خپل هېواد عمومي ګټې په پام کې ونيسي او د ډيالوګ په وسيله خپلمنځي توپيرونه حل او سياسي بهير پرمخ بوزي.

دای بين په خپلو خبرو کې ويلي، د ليبيا مختلفو خواوو په دې وروستيو کې د ټولټاکنو په اړه پر له پسې خبرې کړي او اجماع يې رامنځته کړې ده او په خبره یې، چين ياد بهیر څاري او عرب ليګ هم په تېر مارچ کې په قاهره کې د ليبيا مسئلې يوه غونډه جوړه کړې، چې پکې د تخنيکي کمېټې او د واحد حکومت د جوړولو په شمول پر څو موضوعاتو بحثونه شوي دي.

چين د ليبيا مسئلې د حل په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي عبدالله باتيلي له کارونو ملاتړ کوي او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي مرستندويه پلاوي څخه غوښتنه کوي، چې د ليبيايانو په لارښوونې او حاکميت لرلو په اصولو سره د اړوندو ډيالوګونو د هڅونې رغنده رول ولوبوي.