د ایران ولسمشرۍ دفتر د اپریل په ۱۶مې نېټې په یوې اعلامیې کې ويلي، چې ولسمشر ابراهیم رئیسي په همدې ورځ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین سره ټيلفوني خبرې کړي او په يو لړ مسئلو یې ورسره بحث کړی دی.
ابراهيم رئیسي له خپل روسي سیال سره په خبرو کې ويلي، که د ايران پر وړاندې کوم اقدام وشي، نو له زورور غبرګون سره به مخ شي.
رئيسي ویلي، اسرائيلي ځواکونو په سوريې کې د ایران پر ډیپلوماتیکې ادارې بريد کې د ويانا د ډيپلوماتيکو اړيکو د تعهد نامې په شمول نړيوال اصول تر پښو لاندې کړي او د نړۍ سولې ته يې سخت ګواښ پېښ کړی دی.
نوموړي پر اسرئيل د ايران بريد د اسرائيلي ځواکونو يادې کړنې ته غبرګون بللی او په خبره یې، دغه بريد يې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مې مادې په رڼا کې ترسره کړی دی.