د چین د ملي دفاع وزیر دونګ جون د اپريل په ۱۶مې نېټې له خپل امریکايي سيال لويډ اوستين سره ويډیويي خبرې کړي او د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ پر اړيکو غږيدلي دي.
دونګ جون له لويډ اوستين سره په خبرو کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو مشران د ښو او ثابتو اړيکو په هڅولو بوخت دي او پوځي برخه يې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډې موافقې د پلي کېدو، د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ او د سخت بحران د مخنيوي لپاره ډېره اړينه بللې ده.
نوموړي ويلي، د دواړو هېوادونو ځواکونه دې د سولې، ثبات او متقابل اعتبار پر بنسټ يو له بل سره ښه چلند وکړي، د شخړو او مقامت پر ځای دې يو له بل سره همکارۍ وکړي او متقابل اعتماد دې ژور او د خپلمنځي اړيکو لپاره دې ښه بنسټ برابر کړي.
نوموړي د تايوان مسئله د چين د مرکزي ګټو لپاره ډېره مهمه ياده کړې او په خبره یې، د چين مرکزي ګټو ته باید هيڅ زیان ونه رسيږي، د چين د خلکو ازادي بښونکی پوځ په دغې مسئلې کې هیڅ بدلون نه مني او پکې بهرنۍ لاسوهنې ته چوپه خوله نه شي پات کېدای.
دونګ جون زياته کړې، اوسمهال د جنوبي سمندرګي وضعيت ثابت دی، سيمه ييز هېوادونه دا غوښتنه او هم توان لري، چې مسئلې په خپله حل کړي او امريکا دې د چين دريځ وپېژني، په جنوبي سمندرګي کې دې د چين ملي حاکميت او سمندري حقونو ته درناوی وکړي او د سيمه ييزې سولې او د چين او امريکا د اړيکو ثبات دې خوندي وساتي.
دواړو سیالانو د پاملرنې وړ يو لړ نورو مسئلو په اړه هم د نظريو تبادله کړې ده.