بېجينګ: د چين د ګواښ په تړاو د جاپان خيالي تورونه غندو او مخالفت ورسره کوو
CMG2024/04/17 10:22:49
شريکول:

جاپان په وروستيو کې د ۲۰۲۴ کال د ډيپلوماتيکو چارو ابي کتاب خپور کړی او پکې يې پر چين بې ځايه تورونه لګولي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اپرېل په ۱۶مې نېټې خبري ناستې ته ويلي، چې جاپان په ځينو سندونو کې د چين د ګواښ په پلمه پر بېجينګ خيالي تورونه لګولي او د چين په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه کړې ده.

نوموړي ويلي، هېواد يې د جاپان ياد تورونه غندي او ټينګ مخالفت ورسره کوي او په خبره یې، د تېر کال په نومبر کې د چين او جاپان مشرانو د امريکا په سان فرانسيسکو کې د ګډو ګټو پر بنسټ ستراتيژیکي اړيکې بيا تائيد کړي او همدا يې د دوه اړخيزو اړيکو د ښه والي او پرمختګ لپاره کليدي سیاسي لارښوونه بللې وه، خو جاپان د چين د ګواښ په پلمه نوي تورونه لګولي دي.  

لين جيان پر توکيو غږ کړی، چې ناسمو کړنو ته دې بيا کتنه وکړي، لمسوونکي عملونه او ډله ييز مقاومت دې پای ته ورسوي، د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره دې د ګډو ګټو پر بنسټ ستراتيژیکې اړيکې پرمخبوزي او په نوې زمانې کې د رغنده او ثابتو دوه اړخیزو اړيکو د ابادۍ په موخه دې هلې ځلې وکړي.