د چین د ماليې وزارت مرستيال لياو مين د اپرېل په ۱۶مې نېټې د امريکا په پلازمېنې واشينګټن کې د نړيوال بانک او د پيسو نړیوال صندوق د پسرلنۍ غونډې په څنډې کې د امريکا د ماليې وزارت له سیال جې شامباو سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي چارو د کاري ډلو د څلورمې غونډې مشري کړې ده.
دواړو خواوو د مشرانو د مهمو ګډو نظريو د پلې کولو، د نړۍ او د دواړو هېوادونو د عمومي اقتصادي حالاتو، برابر پرمختګ او راتلونکو اړوندو کارونو په هکله د نظريو تبادلې کړې دي.
لياو مين په خپلو خبرو کې پر چين د امريکا اقتصادي بندیزونو ته پاملرنه کړې او د توليدي وړتيا په هکله يې خپل دريځ څرګند کړی دی.
دواړو خواوو موافقه کړې، چې د نظريو تبادلې ته به دوام ورکړي.
له يادې غونډې وروسته د امريکا ماليې وزيرې جينټ يلون هم له چیني پلاوي سره کتلي دي.