د پيسو نړيوال صندوق پر روان کال د نړيوال اقتصادي پرمختګ خپله وړاندوينه لوړه کړه
CMG2024/04/17 10:27:11
شريکول:

د پيسو نړيوال صندوق(IMF)د اپرېل په ۱۶مې نېټې د نړيوال اقتصاد د لرليد راپور خپور کړی او د روان کال پر نړيوال اقتصادي پرمختګ خپله وړاندوينه يې په سلو کې درې اعشاريه دوو ته پورته کړې، چې دغه رقم يې د جنورۍ په پرتله صفر اعشاريه يو زيات کړی دی.

راپور وايي، روان کال ښايي د پرمختللو اقتصادونو پرمختيایي انډول په سلو کې يو اعشاريه اووه وي، چې دا د همدې صندوق د جنورۍ وړاندوینې په پرتله صفر اعشاريه دوه لوړوالی ښيي او په ورته وخت کې یې دا اټکل هم کړی، چې د نويو سمسورو بازارونو او پرمختيايي اقتصادونو سږنی پرمختيايي انډول ممکن په سلو کې څلور اعشاريه دوه وي، چې دغه رقم یې د جنورۍ د وړاندوينې په پرتله صفر اعشاريه يو زياتوالی ښيي.