په چين کې د پسرلي په را رسېدو سره د کېمپ يا کېږدۍ ميلې زياتې شوي او په سيلانيزو سیمو کې يې کېږدۍ لګیدلې دي.
په بېجينګ کې د ۲۰۲۴م کال د بهرنۍ کېږدۍ نړیوال نندارتون روان دی.
په دغه نندارتون کې څه باندې ۲۰۰ ډوله توکي نندارې او پلور ته وړاندې شوي او د نويو تولیداتو تقريباً ۲۰ نندارې پکې ترسره شوې دي.
د انټرنېټي خرڅلاو شمېرې ښيي، چې په چين کې د سږني پسرلي له پېل راهیسې د کېږدۍ ميلې د زياتېدو په حال کې دي او د سپکو او اسانو تجهيزاتو خرڅلاو پکې زيات شوی دی.