امريکې د اپرېل په ۱۷مې نېټې چين ته ۳۸ لرغوني اثار سپارلي او د سپارلو مراسم یې په نیویارک کې د چین په عمومي کونسلګرۍ کې ترسره شول.
د نیویارک د منهاټن ناحیې څارنوالۍ د يادو مراسمو په ترڅ کې ۳۸ چیني لرغوني هنري اثار د چین حکومت ته سپارلي دي.
چین او امریکې د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ په ۱۴مې امریکې ته د چیني لرغونو اثارو د قاچاق د مخنیوي هوکړه لاسلیک کړې او د روان کال د جنورۍ په ۱۴مې يې د نافذېدو موده د درېيم ځل لپاره غځولې ده.