د چين صدراعظم لي چيانګ د اپرېل په ۱۷مې نېټې په ګوانګ جو ښار کې د چين د وارداتي او صادراتي توليداتو په ۱۳۵م نندارتون کې د ايکيا، والمارټ او کوپېر په شمول د بهرنیو شرکتونو له استازو سره کتلي دي.
یادو ګډونوالو استازو له چين سره د همکاريو د پياوړتيا په پار خپل نظرونه څرګند کړي او ويلي يې دي، چې دغې غونډې له اوږدې مودې راهيسې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز تګ راتګ او دوستانه اړيکو د ټينګېدو لپاره مهم رول لوبولی دی. بېلا بېلې خواوې د چين د اقتصادي پرمختګ پر غوړېدو پوره باور لري او غواړي د دې نندارتون په مټ په چين کې خپلې سوداګریزې چارې پراخې کړي او د ازادې سوداګرۍ د پرمخبېولو او د نړيوالې عرضې ځنځير د ثبات د ساتلو لپاره مثبت خدمتونه وکړي.
صنعتګرو د اقتصادي دوران او د زرغون اقتصاد د پرمختګ او په چين کې د سوداګريز چاپېريال د ښه والي او د خلکو ترمنځ د تګ راتګ د زياتوالي په پار وړانديزونه کړي دي.