بېجينګ:(د چین اضافي توليدي اندازه پر نړیوال بازار ناوړه اغېزه کوي) حقیقت نه لري
CMG2024/04/18 10:45:12
شريکول:

امریکې او اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې ويلي، چې د چین د برېښنایي موټرو او د لمريزو بېټرو په تولیدي برخه کې زياتوالی راغلی او پر وړاندې به یې اقدام وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اپريل په ١٧مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، هغه نظريه، چې (د چین اضافي توليدي اندازه پر نړیوال بازار ناوړه اغېزه کوي) حقیقت نه لري او په خبره یې، دا د سوداګرۍ ساتي غوښتنې یوه بهانه ده، چې لوېديځ يې د خپلو ګټو لپاره وړاندې کوي.

نوموړي ويلي، د لوېديځو هېوادونو دغه شان ګامونه به د تولید او غرضي ځنځير ټکنی او ثبات ته به یې زيانونه ورسوي او د نړیوال اقتصاد د زرغونو اصلاحاتو او د نويو رامنځته شويو صنعتونو د پراختیا مخه نیسي.

لين جيان زياته کړې، د توليدي اندازې مسئله بايد د بازار د اقتصاد له اصولو سره سم، د اقتصاد نړيوال کېدو، د کار نړيوال وېش او د نړيوال بازار په چوکاټ کې وڅېړل شي.