روسيې پر ۲۳۵ استراليايانو د ویزې بنديزونه لګولي
CMG2024/04/18 10:36:49
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل په ۱۷مې نېټې د استراليا د اوسنيو او پخوانيو پارلماني غړو په شمول پر ۲۳۵ غړو د وېزې بنديزونه لګولي دي.

ياد وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د استراليا حکومت په سیاسي موخې د روسیې پر ځينو شخصيتونو او د تصديو پر مشرانو بنديزونه لګولي او مسکو يې په غبرګون کې ياد ګام پورته کړی دی.

اعلاميه وايي، دغو استراليايانو د روسيې ضد اجنډا ټاکلې او هم د استراليا حکومت د روسيې ضد تګلارې د پای ته رسولو پلان نه لري او بندیزونو ته يې دوام ورکړی دی.

روسيه به حالاتو ته په کتو، پر استراليايانو د بندیزونو لېست تنظيم کړي.