ايران پوځي رسم ګذشت ترسره کړی
CMG2024/04/18 10:07:47
شريکول:

 د اپرېل ۱۷مه نېټه د ایران د ځواکونو جوړېدو له ورځې سره برابر وه او د دغه هېواد په څو ځايونو کې پوځي رسم ګذشتونه ترسره شوي دي.

د پلازمېنې تهران پوځي رسم ګذشت کې د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي، د وسله والو ځواکونو لوی درستيز محمد حسين باقري، د انقلابي ګارد قوماندان حسين سلامي او د ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونو قوماندانانو ګډون کړی و.

د ايران ولسمشر رئيسي د دغه پوځي رسم ګذشت پر مهال وينا کړې او ويلي يې دي، چې ځواکونو يې د هر ډول احتمالي بريدونو پر وړاندې د مبارزې په موخه چمتوالی نیولی دی.

ځينو اسرائيلي چارواکو خبرداری ورکړی، چې ځواکونه به یې پر ايران ځوابي بريدونه وکړي، خو په ورته وخت کې ايران هم اسرائيل ته خبرداری ورکړی، که ملي ګټو ته يې زيان ورسوي او کومه ناسمه کړنه ترسره کړي، نو له چټک غبرګون سره به مخ شي.