د امريکا د سوداګرۍ استازو دفتر د اپريل په ۱۷مې نېټې د چين د سمندري چارو، د مالونو لوجستيک او جهازجوړونې پر وړاندې د ۳۰۱ په نوم د پلټنې د پيل خبر ورکړی دی.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند په همدې ورځ د امريکا د سوداګرۍ استازو دفتر له ياد خبر سره کلک مخالفت ښودلی او ويلي يې دي، چې د امريکا غوښتنليک له ګڼو داسې تورونو ډک دی، چې هیڅ حقیقت نه لري، عادي تجارت او پانګونې يې د امريکا د ملي امنيت او د شرکتونو د ګټو په زيان بللي او د خپلو صنعتي مسئلو مسئولیت يې پر چين اچولی دی.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د امريکا د سوداګرۍ استازو دفتر ياد غوښتنلیک له حقيقت لرې او له اقتصادي پوهنې سره په ټکر کې بللی دی.
د امريکا يو شمېر څېړنيز راپورونه ښيي، چې د دې هېواد د بېړیو جوړونې چارې د اضافي ساتنې له امله څو کاله مخکې د سيالۍ امتياز بايللی دی او اوس له يوې خوا د تبعيض په ډول خپلو تصديو سره د سلګونو ميليارډو ډالرو په ارزښت مرسته کړې او له بلې خوا يې پر چين تورونه لګولي، چې د بازار ضد چارې يې ترسره کړې دي.
په حقيقت کې، د چين صنعتي پرمختګ د شرکتونو د تخنيکي نوښت او په بازاري سيالۍ کې د فعال ګډون له امله رامنځته شوی او د امریکا ياد تور بې بنسټه او له حقیقته لرې دی.