وانګ يي: چين په ملګرو ملتونو کې د فلسطين له رسمي غړيتوب څخه ټينګ ملاتړ کوي
CMG2024/04/18 16:01:28
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۱۸مې نېټې له خپلې اندونيزيايي سيالې ريتنو لېستاري پريانساري مارسودي سره د اندونيزیا په پلازمېنې جاکارتا کې خبري ناسته ترسره کړې او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي دي.

وانګ يي رسنيو ته ويلي، چې د فلسطين او اسرئيل ترمنځ د روانې شخړې له امله بشري بحران رامنځته شوی او‌ دواړه خواوې باید د کړکېچن وضعيت د لاسختېدو د مخنيوي په پار بېړنی اوربند وکړي او ډېر ژر بايد د بشري مرستو ميکانيزم جوړ کړي.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې په ملګرو ملتونو کې د فلسطين له رسمي غړيتوب څخه ټينګ ملاتړ کوي.