بېجينګ: په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د امريکا لخوا د منځني واټن توغنديو له ځای پر ځای کولو سره ټينګ مخالفت کوو
CMG2024/04/18 17:37:49
شريکول:

د خبر له مخې، په ارام سمندر کې د امريکا ځمکنيو ځواکونو په دې وروستيو کې اعلان وکړ چې د فليپين د ګډې پوځي مانورې د يوې برخې په توګه امريکا د فليپين په لوزن ټاپو کې د منځني واټن توغنديو سيستم ځای پر ځای کړی دی. د ځينو شنونکو په اند، امريکا د چين د ګواښولو په موخه ياده کړنه کړې ده.

د چين د خارجه وزارت وياند لين جيان د اپريل په ۱۸مه نېټه په دې اړه يوې نوبتي خبري ناستې ته ويلي، چيني لوري اړوند خبرو ته پام کړی او پرې سخته اندېښنه لري. چين تل د خپل پوځي تفوق د لټون په پار په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د امريکا له خوا د منځني واټن توغنديو له ځای پر ځای کولو سره ټينګ مخالفت کوي. د ده په وينا، د امريکا دا کړنه د سيمې حالت د ترينګلتيا سبب شوی دی.

نوموړي پر امريکا غږ وکړ چې د نورو هېوادونو امنيتي اندېښنې ته پام ولري، له پوځي تقابل څخه دې لاس واخلي، د سيمې سوله او ثبات دې نه خرابوي او په واقعي کړنو سره دې ستراتيژيکي خطرونه کم کړي.

وياند لين جيان زياته کړه، فليپين بايد د امريکا پر رښتينې موخې او پر امريکا پسې د ځان د تګ پر اغېزې ښه پوه شي، د خپلو امنيتي ګټو په قرباني کولو سره دې د امريکا لپاره کارونه نکوي او په ناسمې لارې دې خپل ګامونه بند کړي.