ايران په ځينو ځايونو کې د هوا ضد سيسټمونه فعال کړي
CMG2024/04/19 14:57:00
شريکول:

فارس اژانس د اپريل په ۱۹مې نېټې خبر ورکړی، چې په همدې ورځ د ايران د اصفهان ولايت په شمال ختيځ‌ کې چاودنه شوې ده. 

د اسرائل د ځمکني پوځ راډيو د دغه هېواد  د امنيتي چارواکو په قول خبر ورکړی،‌ چې هوايي ځواکونو يې پر ایران بريد  کړی دی.

امريکايي چارواکو هم په همدې ورځ خبر ورکړی، چې اسرائيل پر ايران توغنديز بريدونه کړي دي.

د ايران اسلامي جمهوريت خبري اژانس ويلي، چې ځواکونو يې دغه هېواد په څو ځایونو کې د هوا ضد سیسټمونه فعال کړي دي.

د اټومي انرژۍ نړيوالې ایجنسۍ خبر ورکړی، چې په دغو بريدونو کې د ايران اټومي تاسیساتو ته زيان نه دی رسېدلی.