د بېجينګ ۱۴م نړيوال فلمي فيسټيوال پرانيستل شو
CMG2024/04/19 12:09:13
شريکول:

د بېجينګ ۱۴م نړيوال فلمي فيسټيوال د اپرېل د ۱۸مې نېټې په ماښام په پلازمېنې بېجينګ کې پرانيستل شو.

د بېجينګ نړيوال فلمي فيسټيوال له جوړېدو راهيسې د نړۍ ښو فلمونو هرکلی کړی دی.

سږ کال د نړۍ د ۱۱۸ هیوادونو او سیمو ۱۵۰۹ فلمونو په دغه فيسټيوال کې د ګډون غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.

چينايي او بهرني فلم جوړونکو د دغه فیسټيوال په څنډې کې د فلمي پرمختګ او فلمي کلتوري تبادلې د پرمخبېولو په پار د نظر تبادلې کړې دي.

۲۰۲۴م کال د چين او برازيل ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مې کاليزې سره برابر دی او د سږني فيسټيوال د مېلمه بلنه هم برازيل ته ورکړل شوې ده.

 د برازیل د کلتور وزیرې مارګریتا مینیزيز دغه فيسټيوال ته په ویډیویي وینا کې ويلي، چې هېواد یې د دغه فيسټيوال لپاره ۴ فلمونه غوره کړي، چې پکې کلتوري او سیمه يیزه تنوع منعکس شوې ده.

(ژباړه: شکريه)