په افغانستان کې سختو ورښتونو او سيلابونو ۷۰ کسان وژلي
CMG2024/04/19 09:57:01
شريکول:

د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې د اپريل له ۱۲مې نېټې راهيسې سخت بارانونه اوریدلي او ګڼو خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه رسولي دي.

مالومات ښيي، چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله ۷۰ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د سرپرست حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې ويلي، چې د پلازمېنې کابل، پروان او کندهار په شمول يو شمېر ولايتونو کې سخت ورښتونه شوي، چې له امله یې څه باندې ۲ زره او ۵ سوه ودانۍ ويجاړې شوي او شاوخوا ۲ زره څاروي يې وژلي دي.