د اندونيزيا منتخب ولسمشر سوبيانتو د چين له خارجه وزير وانګ يي سره وکتل
CMG2024/04/19 12:07:36
شريکول:

د اندونيزيا منتخب ولسمشر پرابوو سوبيانتو د اپرېل په ۱۸مې نېټې په پلازمېنې جاکارتا کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو غږيدلي دي.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې اندونيزيا ته په ګاونډیو ډيپلوماتیکو اړيکو کې لومړيتوب ورکوي او په نړيوالو چارو کې  يې د باور وړ همکار بولي.

نوموړي د چين او اندونيزيا ترمنځ همکارۍ د نړيوال پرمختيايي ځواک د پياوړتيا لپاره ګټورې بللي او په خبره یې، چين به له اندونيزيا سره د ستراتيژيک متقابل اعتماد د لوړولو، د همکاريو د لا پراخولو، د عصري کېدو بهیر او د هراړخيز ستراتيژيک پرمختګ د پرمخبېولو په پار کوښښونه وکړي.

سوبيانتو ويلي، هغه د اندونيزيا  اوسني ولسمشر جوکو ويدودو سره د اړيکو پر پراختيا هوکړه کړې او هيله يې ښودلې، چې دواړه هېوادونه د خپلمنځي ستراتيژيکو همکاريو پياوړتيا او د دوه اړخيزو اړيکو د کچې لوړوالي ته دوامدار پرمختګ ورکړي.

نوموړي ويلي، چين په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې عدالت پلی کړی او له پرمختيايي هېوادونو سره يې بې غرضه مرستې کړي او په وينا یې، د اندونيزيا او چين د همغږۍ او همکارۍ پياوړتيا د سيمې او نړۍ پر ثبات او سمسورتيا مثبتې اغېزې لري.

(ژباړه: شکريه)