بریتانیې او امریکې پر ایران نوي بندیزونه ولګول
CMG2024/04/19 10:55:02
شريکول:

بريتانيې او امريکې د اپريل په ۱۸مې نېټې د ايران پر يو شمېر شخصیتونو او تصدیو بنديزونه لګولي او په تړاو يې جلا جلا اعلاميې خپرې کړې دي.

دواړو هېوادونو دغه بنديزونه د اسرائيلو پر وړاندې د ايران د وروستيو بريدونو په غبرګون کې لګولي دي.

د بریتانیې حکومت په اعلامیې کې ویلي، چې هېواد يې د ایران پر ۷ شخصیتونو او ۶ تصدیو بندیزونه لګولي دي.

د امريکا ماليې وزارت هم په همدې ورځ يوې اعلاميې ويلي، چې واشنګټن د ايران د بېپيلوټه الوتکو پروژو کې پر ۱۶ کسانو او ۲ تصدیو، د پولادو په صنعت کې يې پر ۵ تصدیو او د موټرونو پر ۱ تصدۍ يې بنديزونه لګولي او د ایران پر صادراتو يې نوي تدبيرونه نيولي دي.