امريکې په ملګرو ملتونو کې د فلسطين د غړيتوب مسوده وېټو کړه؛ فلسطین یې سخته غندنه کړې
CMG2024/04/19 11:12:44
شريکول:

د فلسطين ولسمشرۍ ماڼۍ د اپرېل په ۱۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې د امريکا غندنه کړې، چې د ملګرو ملتونو د رسمي غړي په توګه يې د دغه هېواد د ټاکلو مسوده ويټو کړې ده.

فلسطين وايي، امریکا د نړیوالې ټولنې د ارادې خلاف يادې مسوده ته د رد رايه ورکړې ده.

اعلاميه وايي، د امریکا ويټو د فلسطین او اسرائیل ترمنځ تضادونه رابرسېره کړي دي. واشنګټن له يوې خوا د دوو دولتونو پلان ادعا کوي او له بلې خوا د دې پلان د پلي کولو په برخه کې د ویټو واک کاروي.

امنيت شورا په همدې ورځ غړيو هېوادونو ته په ملګرو ملتونو کې د فلسطين د رسمي غړيتوب مسوده وړاندې کړې وه او ۱۵ غړيو رايې ورکړې دي.۱۲ غړيو یې دغې مسودې ته مثبتې رايې ورکړي، خو امريکا ورته مخالفه رايه ورکړې، چې له امله یې ياده مسوده نه ده تصویب شوې.

(ژباړه: شکريه)