د چين د آزادي بښوونکي ولسي پوځ د معلوماتي مرستندويه ځواکونو د جوړېدو غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه
cmg2024/04/19 21:02:24
شريکول:

د چين ازادي بښوونکي ولسي پوځ د معلوماتي مرستندويه ځواکونو د جوړېدو غونډه د اپرېل په ۱۹مه نيټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او مرکزي پوځي کمېټې رئیس شي جين پینګ دغو ځواکونو ته پوځي بېرغ ورکړی او هغوی ته يې لارښوونکې وينا کړې او په ورته وخت کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او مرکزي پوځي کمېټې په استازيتوب یې ټولو پوځي افسرانو او عسکرو ته مبارکي ویلې ده.