د چين د کرنې او کليو وزارت مسؤلينو د اپرېل د ۱۹مې نېټې په سهار د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر يوې خبري ناستې ته ويلي، چې د روان کال په لومړۍ ربعې کې يې د کرنې او کلیوال اقتصاد د پرمختګ تمايل ښه و او حالات يې په څو ټکو کې څرګند کړي دي:
۱ـ په راتلونکۍ دوبۍ کې د چين د غلو دانو او غوړيو د حاصلاتو بنسټ ایښودل شوی دی.
۲ـ چين د سبزیو محصولاتو پراخه عرضه لري.
۳ـ په هېواد کې د بېوزلۍ د کمولو پایلې لا هم پیاوړې او پراخې دي.
۴ـ په چين کې د کلیوالو چارو د پرمختګ تمايل ښه دی.
۵ـ په چين کې د کلیو جوړونې او ادارې ښه روانې دي.
۶ـ په چين کې د کلیو اصلاحاتي چارې دوام لري.
(ژباړه: شکريه)