فارس خبري اژانس د اپريل په ۱۹مې نېټې خبر ورکړی، چې په همدې ورځ د ايران د اصفهان ولايت په شمال ختيځ کې چاودنه شوې ده.
امریکايي چارواکو بیا رسنیو ته ویلي، چې دا برید اسرائیلي ځواکونو ترسره کړی دی.
د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان په همدې ورځ خبري ناستې ته ويلي، چې بېجينګ له هر هغه عمل سره ټينګ مخالفت کوي، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ روان کړکېچ لا پسې زياتوي.