په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د اپريل په ۱۸مې نېټې ويلي، چې د فلسطين او اسرائیل ترمنځ روانې شخړې نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی، چې د فلسطينيانو د هېواد د جوړونې پر ارمان دې سترګې نه پټوي او غير منصفانه تاريخ ته دې دوام نه ورکوي.
نوموړي په امنيت شورا کې د فلسطين او اسرائیل مسئلې په اړه ويلي، چې نړيواله ټولنه دې د دوو هېوادونو پر پلان ټينګار ولري او پرمختګ دې ورکړي.
فو څونګ د دوو هېوادونو پلان د فلسطين او اسرائيل ګډه سوله او د عربو او يهوديانو ګډ ژوند او د منځني ختيځ د ډېرو مسئلو د حل کيلي بللې ده.
نوموړي زیاته کړې، نړيواله ټولنه دې د غزې د بشري بحران د حل لپاره رښتينې چارې ترسره کړي.