د اروپايي ټولنې ځانګړې سرمشریزه غونډه پای ته ورسېده
CMG2024/04/19 10:55:43
شريکول:

د اروپايي ټولنې دوه ورځنۍ ځانګړې سرمشریزه غونډه د اپريل په ۱۸مې نېټې د بلژيک په بروکسیل کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره پای ته رسيدلې ده.

د غونډې ګډونوالو د اروپا د سیالۍ توان، واحد بازار او د اوکراین او منځني ختیځ د حالاتو په شمول د مهمو مسئلو په اړه خبرې کړې دي.

اعلاميه وايي، اروپايي ټولنه هڅې کوي، چې د نويو جيوپوليټيکس واقعیتونو او زیاتیدونکو پېچلو ننګونو پر وړاندې خپل اوږدمهالو سیاليو توان، سوکالي او لارښوونکي مقام او ستراتیژیک حاکمیت پیاوړی کړي.

اروپايي ټولنې د روسیې او اوکراین په روانې شخړې کې له اوکراین څخه پر بشپړ او ټینګ ملاتړ بیا ټینګار کړی او د منځني ختیځ د وضعیت په اړه يې ویلي، چې دغه ټولنه به پر ایران نور محدودیتونه او په ځانګړې توګه د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په برخو کې به پرې بندیزونه ولګوي.