د چين د خارجه وزارت وياند لين جيان د اپرېل په ۱۹مه اعلان وکړ، چې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو غړی او د دغه مرکزي کمېسيون د سياست او قانون کمېټې منشي چن ون چينګ به د روانې مياشتې له ۲۰مې نه تر ۲۸مې نېټې پورې په روسيه کې د امنيتي چارو لوړ پوړيو استازيو په ۱۲مه نړيواله غونډه کې ګډون وکړي او له دغه هېواد څخه به ليدنه وکړي.
( سپوږمۍ)