سميع الله په تخار ولايت کې د بوټ جوړولو په يو وړه فابريکه کې شاګرد دی. دی وايي، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې دلته کار کوي او اوس د بوټ پر جوړولو ډېر بلد شوی.