د سږ کال په لومړۍ ربعې کې چين د ۳۰۱ ميليارډه او ۶۷۰ ميليونه يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګونه جذب کړه
CMG2024/04/20 11:31:44
شريکول:

د روان کال په لومړۍ ربعې کې په چين کې د بهرنيو پانګوالو لخوا د نويو جوړ شويو تصديو شمېر ۱۲۰۰۰ ته رسېدلی، چې دغه رقم د ۲۰۲۳م کال د همدې مودې په نسبت ۲۰.۷ سلنه زیاتوالی  ښیي. په لومړۍ ربعې کې په چين کې د واقعي کارول شويو بهرنیو پانګونو ارزښت ۳۰۱ ميليارډه او ۶۷۰ ميليونه يوانه و، چې لا هم په تاريخ کې لوړ ګڼل کېږي.

د چين د سوداګرۍ مرستيال وزيرې ګوه تينګ تينګ د اپرېل په ۲۰مه د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوې خبري غونډې کې وويل، چې په لومړۍ ربعې کې د چين د لوړ تخنيک پر توليدي مسلکونو د بهرنۍ پانګونې ارزښت په ټولو کې ۱۲.۵ سلنه برخه جوړوي، چې د ۲۰۲۳م کال د همدې مودې په مقايسه ۲.۲ سلنه زيات شوی. پر خدمتي مسلکونو بهرنۍ پانګونه، چې د عامو وګړو له ژوند سره نږدې تړاو لري، هم د چټک زياتوالي په حال کې وه.

(ژباړه: شکريه)