د پولي چارو په اړه د شي جين پينګ د بیانیو غورچاڼ په نوم کتاب د خپرولو سيمينار د اپرېل په ۱۹مه په بېجينګ کې تر سره شو. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون پولي کمېټې د دفتر رئیس هه لي فنګ په دې سيمينار کې ګډون او وينا وکړه.
په دې سيمينار کې راغلي چې د چين کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې، رئيس شي جين پينګ د پولي چارو د پرمختګ او عملي کولو په باب يو لړ مهمې څرګندونې کړې،چې د پولي چارو د پرمختګ تمايل او لارې په اړه ګوندي تګلارې يې نوې او لوړې کچې ته رسېدلي دي.
د سيمينار ګډونوالو د پولي چارو په اړه د رئيس شي څرګندونې په نوې زمانې کې د پولي کارونو بنسټیزه لارښوونه وبلله.
(ژباړه: شکريه)