د سريلانکا صدر اعظم دينېش ګوناواردانا چين ته د سفر په ترڅ کې د سي ايم جي له خبريالې سره ځانګړې مرکه وکړه. هغه د دريو ځلو لپاره د چين د لوی ديوال سيل کړی، د چين لرغونی تاريخ يې له نژدې احساس کړی او غواړي چې له خپلو خلکو سره خپلې تجربې شريکې کړي. هغه د چين د يون نان ولايت کليوالو سيمو ته تللی او هلته يې د چيني شکله عصري کېدو چارې څارلې او د چين پرمختيايي لاسته راوړنې يې په پخپله کتلې دي.
هغه د ځانګړې مرکې په ترڅ کې د تش په نوم د پورونو لومې په اړه د لويديځو هېوادونو نظريه رد کړې او د ده په خبره، سريلانکا تل د چين درناوی کوي او ور باندې باور لري.
( سپوږمۍ)