د چين لسو ملي ادارو د هېواد په علمي او تخنيکي تصديو کې د بهرنيو پانګونو د ملاتړ سند خپور کړ
CMG2024/04/20 11:31:00
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت په شمول لسو ملي ادارو په دې وروستيو کې په ګډه سره د هېواد په علمي او تخنيکي تصديو کې د بهرنيو پانګونو د ملاتړ د څو تګلارو او تدبيرونو په نوم سند خپور کړی دی.

د چين د سوداګرۍ وزارت د ماليې ادارې په دې اړه ويلي، علمي او تخنيکي تصدۍ زيات پرمختيايي فرصتونه  لري او پانګونې ته یې خپلې اړتياوې هم ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دي. په داسې حال کې د چين د سوداګرۍ وزارت او نورو اړوندو ملي ادارو په ځانګړې څېړنې او پلټنې سره د اړوندو تصديو د غوښتنو او اړتياوو له مخې څو تدبيرونه ټاکلي دي.

په ياد سند کې د اداري خدمتونو د ښه والي، له پانګونو څخه د ملاتړ، د تګ راتګ او همکارۍ د پياوړتيا او د ونډه اخيستونکو د وتلو په شمول، د ۴ برخو ۱۶ مشخص تدبيرونه شامل دي.