د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش د اپرېل په ۱۹مه د خپل وياند له لارې يوه اعلاميه خپره کړه او غږ يې وکړ، چې په منځني ختيځ کې دې يو له بل څخه د غچ اخيستنې خطرناک دوران سمدستي ختم شي.
هغه د غچ اخيستنې د هر ډول کړنې غندنه وکړه او له نړيوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د منخني ختيځ د حالاتو د پر له پسې ترينګلتيا د مخنيوي په پار دې ګډې هڅې وکړي.