ايران: غورځول شوې الوتونکې وسيلې هېڅ مرګژوبلې او زيانونه نه دي رسولي
CMG2024/04/20 11:01:31
شريکول:

د ايران خارجه وزير عبدالاهيان د اپرېل په ۱۹مه د امريکا په نيويارک کې په ملګرو ملتونو کې د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو له دايمي استازو سره د کتنې په ترڅ کې  وویل، د هوایي دفاع ځواکونو يې په همدې ورځ  په اصفهان ولايت کې څو کوچنۍ الوتونکې وسيلې غورځولي او هېڅ اقتصادي زيانونه او مرګژوبله  یې نه ده رسولې.

د ايران مهر خبري اژانس په همدې ورځ خبر ورکړ، چې ۳ کوچنۍ الوتونکې وسيلې د دې ورځې د سهار په شاوخوا ۴ بجو د دغه هېواد د اصفهان ولايت په هوا کې پيدا شوې او ورپسې د ايران هوا ضد سيستم لخوا وغورځول شوې.

د امريکا خپرونې شرکت د خبر له مخې، اسرائيل د روانې مياشتې د ۱۹مې سهار وختي د ايران پر يو ځای بريد کړی دی. ايراني خبري رسنيو هم خبر ورکړ، چې د دغه هېواد په اصفهان ولايت کې چاودنې پېښې شوې، ځکه د هوا ضد ځواکونو يې ځينې الوتونکې وسيلې وغورځولې.

اسرائيلي حکومت تر دې دمه پر ايران د خپل بريد  په اړه څه نه دي ویلي.