د چين او اندونيزيا د لوړ پوړي ډيالوګ ميکانيزم ۴مه غونډه جوړه شوه
CMG2024/04/20 11:32:59
شريکول:

د چين خارجه وزير وانګ يي پر ځايي وخت د اپريل په ۱۹مه د اندونيزيا د سمندر او پانګونې د همغږۍ چارو له وزير لوخت پانجايتان سره په اندونيزيا کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړي ډيالوګ ميکانيزم د څلورمې غونډې ګډه مشري وکړه او په راتلونکې مرحله کې يې د خپلمنځي واقعي همکاريو په اړه د نظريو تبادله  وکړه او زيات شمېر موافقې ته رسېدلې دي.

د چين خارجه وزير وانګ يي دغې غونډې ته  وویل، چې چين تل اندونيزيا د ګډ پرمختګ خپل ملګری او ښه همکار بولي او  د ستراتيژۍ او دايمي لرليد له لحاظه له اندونيزيا سره خپلو دوستانه اړيکو ته پرمختګ ورکوي. چين هيله لري، چې له اندونيزيا سره په خپلو ځانګړو پرمختيايي لارو کې لاسونه يو کړي او د دوو مشرانو د ستراتيژيکي اجتماع په رڼا کې د لوړ پوړي ډيالوګ ميکانيزم د هماهنګۍ رول ولوبوي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک باکيفيته او لوړې سويې ټولنه په ګډه جوړه کړي.

د اندونيزيا د سمندر او پانګونې د همغږۍ چارو وزير لوخت بانجايتان په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې د اندونیزيا ټولټاکنې بريالۍ شوې دي. نوی حکومت به يې له چين سره خپلو دوستانه اړيکو ته دوام ورکړي، د يو چين پېژندلو پر اصولو به ټينګار ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ رغنده همکارۍ به پياوړې کړي.

د نوموړي په وينا، د اندونيزيا او چين ترمنځ همکارۍ به خامخا د دواړو هېوادونو خلکو او سيمې ته لا زياتې ګټې ورسوي او د اسيا او ارام سمندر سيمې د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره به مثبت رول  ولوبوي.