بېجينګ: امريکا د تش په نوم له حده وتلي توليدي توان په پلمه د چين د صنعتي چارو مخنيوی کوي
CMG2024/04/20 11:36:32
شريکول:

امريکا په دې وروستيو کې کله نا کله د چين په ځينو صنعتي چارو کې له حده د وتلي توليدي توان په اړه مسئله پارولې ده.

د چين د خارجه وزارت وياند لين جيان د اپريل په ۱۹مه يوې نوبتي خبري ناستې ته وويل، د چين په ځينو صنعتي چارو کې تش په نوم له حده د وتلي توليدي توان په اړه خبرو تر شا د امريکا رښتينې موخه د چين د پرمختګ مخنيوی دي.

هغه څرګنده کړه، امريکا بايد د تسلط مفکوره له لاسه ورکړي او پر مساوي سيالۍ دې ټينګار ولري.

د وياند لين جيان په خبره، چين په ټيټه بيه ټولې نړۍ ته زيات شمېر باکيفيته توليدات صادروي، څو کاله دمخه امريکا دا له حده وتلی توليدي توان هم بللی و. اوس مهال دغه هېواد يو ځل بيا نړۍ ته د چين پر صادرونکې نوې انرژۍ توليداتو ورته څرګندونه خپروي. که داسې منطق معقول وي، د امريکا جوړ ۸۰ سلنه عالي چيپونه نړۍ ته صادر کړي او زيات شمېر غوښې او کرنيز محصولات يې هم پر نورو هېوادونو پلورلي دي. نو اوس پوښتنه دا ده چې د امريکا د يادو چارو توليدي توان هم له حده وتلی بلل کېږي؟

( سپوږمۍ)