په پاکستان کې د تېرې اوونۍ سختو بارانونو ۸۷ تنه وژلي
CMG2024/04/20 11:03:18
شريکول:

د پاکستان د طبيعي پېښو پر ضد ملي ادارې د اپرېل په ۱۹مه په يو راپور کې اعلان وکړ، چې له تېرې اوونۍ راهيسې په دغه هېواد کې د پر له پسې بارانونو  له امله سخت سيلابونه رامنځته شوي او له دې امله لږ تر لږه ۸۷ تنه وژل شوي او ۸۲ تنه نور ټپيان دي.

د دغه راپور له مخې، د پاکستان په شمال لويديځ خيبر پښتونخوا ولايت کې، چې تر ټولو سخته سيلاب ځپلې سيمه ده ،  سيلابونو لږ تر لږه ۳۶ تنه وژلي او ۵۳ نور يې ټپيان کړي دي. د دې تر څنګ سختو بارانونو په پنجاب ولايت کې ۲۵تنه ووژل او ۸ تنه نور يې ټپيان کړل. دغه راز  له همدې امله په بلوچستان ولايت کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

همدا راز  دغو بارانونو په یاد هېواد کې ۲۷۱۵ کورونه ويجاړ  کړي او يو شمېر پلونه او سړکونه د سيلابونو او د خاورو ښويدنې په اثر بند شوي دي.

( سپوږمۍ)