د کابل پولیسو د اپرېل په ۲۰مه د دې خبر پخلی وکړ او ويلي يې دي چې په کابل کې همدې شپه یوه بمي چاودنه وشوه او ۱ تن یې وژلی او ۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ خبري رسنیو ته وویل، یاده چاودنه د کابل د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې پر يو ملکي موټر شوې چې له امله يې موټر چلوونکی وژل شوی دی.
تر اوسه هېچا د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.