د قمار او درغلۍ ۶۸۰ تورن کسان له کمبودیا څخه چین ته سپارل شوي دي
CMG2024/04/21 11:12:31
شريکول:

د چین د عامه امنیت وزارت د اپرېل په ۲۱مه خبر ورکړ، د قمار او درغلۍ ۱۳۵ تنه تورن کسان د همدې ورځې په سهار له کمبودیا څخه بېرته خپل هېواد ته سپارل شوي، په دې سره په کمبودیا کې څه باندې ۶۸۰ تنه اړوند چیني تورن کسان ټول بېرته سپارل شوي دي.

د چین د عامه امنیت ارګانونو په وروستیو کلونو کې د نړیوال قمار او انټرنیټي درغلۍ ضد د مبارزې لپاره د قانون اجرائیوي نړیوالې همکارۍ پیاوړې کړې او ګڼ شمېر مجرمین یې نیولي دي. سږ کال یې له میانمار، فلیپین او عربي متحده اماراتو څخه لس زره اړوند تورن کسان بیرته نیولي دي.

د چین او کمبودیا پولیسو په دې وروستیو کې د قمار او درغلۍ ضد ګډه مبارزه کړې او یو شمېر تورن کسان یې نیولي او د روانې میاشتې له ۱۲مې څخه د هو بې ولایت د عامه امنیت ارګان لخوا په څو جوپو بېرته خپل هېواد ته سپارل شوي دي.