د ترکيې ولسمشر د غزې په تړانګه کې د دايمي اوربند غوښتنه کړې
CMG2024/04/21 11:36:24
شريکول:

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اپريل په ۲۰مه نېټه د غزې په تړانګه کې د ژر تر ژره دايمي اوربند غوښتنه کړې تر څو د روان زورزياتي مخه ونيول شي.

نوموړي په همدې ورځ د ترکيې په استانبول کې د ډولماباهچي په ولسمشرۍ دفتر کې د فلسطين د حماس د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره ملاقات وکړ. د ترکيې د ولسمشرۍ دفتر د مطبوعاتي ادارې د خبر له مخې، دواړو خواوو د هيڅ خنډونو په نشتوالي سره د غزې تړانګې ته د دوامدارو بشري مرستو د ليږلو پر اړتياوو بحث کړی او په دې سيمه کې د عدالت او دايمي سولې ټينګښت د بهير په هکله يې د نظريو تبادله وکړه.