اوکراین د روسیې د ۸ ایالتونو د انرژۍ پر تجهیزاتو برید وکړ
CMG2024/04/21 10:48:47
شريکول:

د اوکراینسکا پراودا ورځپاڼې د اپرېل په ۲۰مه د اوکراین د دفاع وزارت د عمومي اسخباراتي ادارې او د دولتي امنیتي ادارې له قوله خبر ورکړ، اوکراني ځواکونو د همدې ورځې په سهار وختي د لسګونو بې پیلوټه الوتکو په وسيله د روسیې پر ۸ ایالتونو برید وکړ.

خبر وايي چې د یاد برید موخه د روسیې انرژۍ تجهیزات وو، لږ تر لږه درې برقي سټېشنونه او د انرژۍ یو زېرمتون تر برید وروسته سوځېدلي دي.

د روسیې د دفاع وزارت په همدې ورځ په خبري رسنیو کې لیکلي، د دې هېواد هوايي دفاعي سیستم د ۱۹مې نېټې په شپه ۵۰ درون الوتکو د بريد مخه نيولې او ویجاړې کړې يې دي.