د امريکا «د هيل ورځپاڼې» خبر ورکړ، چې د دغه هېواد د استازو مجلس د اپرېل په ۲۰مه نېټه له بهرنيو هېوادونو سره د ۹۵ميليارډ ډالرو په ارزښت د مرستو لايحه تصويب کړه. په دغه لايحه کې دا شامل دي، چې اوکراين ته به د څه باندې ۶۰ ميليارډ ډالرو، اسرائيلو ته د ۲۶ميليارډ ډالرو په ارزښت مرستې برابرې کړي.
سربېره پر دې، په دغه لايحه کې د روسیې د نيول شويو شتمنيو د حسابولو او اوکراين ته د لېږدولو محتويات هم شامل دي.