فلسطين به له امريکا سره پر اړيکو له سره غور وکړي
CMG2024/04/21 11:32:43
شريکول:

د فلسطين خبري اژانس د اپريل په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد ولسمشر محمود عباس وويل، حکومت به له امريکا سره پر اړيکو له سره غور وکړي.

نوموړي د فلسطين خبري اژانس ته وويل، چې امريکا د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د دغه سازمان د رسمي غړيتوب لپاره د فلسطين د غوښتنې په اړه د پرېکړه ليک مسوده ويټو کړه او د فلسطينيانو پر حقونو يې څرګند تيری کړی او د نړيوالې ټولنې ګډ نظر يې چلنج کړی دی.

عباس وويل، چې حکومت به يې له امريکا سره پر اړيکو له سره غور وکړي تر څو د فلسطينيانو د حقونو او د دغه  هېواد د چارو ساتنه وکړي. هغه زياته کړه، چې امريکا د دې سيمې د حالاتو سختوالي په ترڅ کې مسئوليت لري، که د فلسطين مسئله حل نه کېږي، د منځني ختيځ سيمه به ثبات ونه مومي.