د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د اپريل په ۲۰مه نېټه په ټولنيزې رسنۍ کې خبر ورکړ، چې د اسرائيل حکومت په همدې ورځ د غزې په تړانګه کې د بشري چارو د همغږۍ کارونو تر سره کولو په بهير کې خنډونه جوړ کړي او د دغو کارونو يو پر درېيمه برخه يې له خنډونو سره مخ کړې ده.
په خبر کې راغلي، چې دغه بشري کارونه هميشه د اجازې له تر لاسه کولو وروسته د نږدې پنځه ساعته ځنډول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر زياته کړه، چې د وخت د کمېدو له امله روغتون ته د بريښنا برابرونکو ماشينونو په شمول کليدي توکي، تاسيسات او سونګ مواد نه دي ليږلي.