مصر اسرائيلي ځواکونو ته؛ په غزې کې پر ملکيانو تيری پای ته ورسوئ
CMG2024/04/22 10:37:47
شريکول:

د مصر د بهرنيو چارو وزير سامح شکري د اپرېل په ۲۱مې نېټې پر اسرائيلي ځواکونو غږ کړی، چې په غزې کې پر ملکیانو تېری پای ته ورسوي.

نوموړي په همدې ورځ په پلازمېنې قاهرې کې په نيول شویو فلسطيني ځمکو کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو له راپور ورکوونکي فرانچيسکا البانيسی سره کتلي او د فلسطينيانو پر وړاندې د بشري کړکېچ د کمولو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

شکري ويلي، مصر به د غزې خلکو سره هر اړخيزو مرستو ته دوام ورکړي.

د مصر بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې د شکري په قول ويلي، چې په غزې کې د اسرائيل دوامدارو پوځي عملياتو او د اردن سيند په لوېديځې غاړې کې پر فلسطينيانو زیاتېدونکو بريدونو او د یهوديانو ناقانونه استوګنځايونو د فلسطينيانو پر بشري حالاتو او سيمه يیز ثبات منفي اغېزې کړې دي.