بشار الاسد: امريکا په هرې شخړې کې شتمنۍ ټولوي او بيا لاس تر زنې ورته کېني
CGTN2024/04/22 11:25:22
شريکول:

د سوريې ولسمشر بشار الاسد د روسيې له يوه ټلویزيون(1 چينل) سره د مرکې پر مهال ويلي، چې امریکا هره شخړه پر خطرناکې مزمنې ناروغۍ اخته کوي، لومړۍ شتمني راټولوي او بيا لاس تر زنې ورته کېني او ګټورو شېبو ته انتظار باسي.

بشار الاسد ويلي، امريکا په نړيوالو چارو کې هميشه لومړی خپل هدفونه ټوټه کوي او بيا يې تر خپل کنټرول لاندې راوالي او د ډار او وېرې خپرولو له لارې خپلو موخو ته رسيږي.

نوموړي زياته کړې، لوېديځ هېوادونه د امريکا په خوله کار کوي او په لوېديځ کې داسې سياستوال نه ويني، چې هغه خبرې ورسره وکړي.