پر رفح د اسرائيل د هوايي بريدونو له امله ۱۹ کسان وژل شوي
CGTN2024/04/22 11:26:11
شريکول:

د فلسطين خبري رسنيو د اپريل په ۲۱ مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو د روانې میاشتې د ۲۰ مې نېټې په شپه د غزې تړانګې پر جنوبي رفح ښار هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې ۱۹ کسان وژل شوي دي.

خبر وايي، په مړه شوو کسانو کې د يوې اوميندوارې ښځې په ګډون ډېرې ښځې او ماشومان شامل دي او ډېر خلک د ړنګ شوو ودانيو په کنډو کپرو کې بند پاتې دي.