په ګڼو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو د چيني ژبې ورځې په پار فعاليتونه ترسره شوي
CMG2024/04/22 10:23:27
شريکول:

د اپريل ۲۰مه د ملګرو ملتونو د چيني ژبې ورځې سره وه او په يو شمېر هېوادونو کې د همدې ورځې د يادوونې په پار يو لړ په زړه پورې فعاليتونه ترسره شوي او په ترڅ کې يې د چيني ژبې مينه والو له چيني ژبې او چيني کلتور سره خپل شوق او ذوق ښودلی دی.

د بريتانيې په پلازمېنې لندن کې د چين سفارت د اپريل په ۲۰مې نېټې د چيني ژبې د کريکټرونو بدلون نندارتون ترسره کړی دی.

په بريتانيې کې د چين وزيرمختار يانګ شياو ګوانګ ياد نندارتون ته په پرانيستونکې وينا کې ويلي، چې د چيني ژبې  کريکټرونه د چيني کلتور د هغو ځانګړتياوو ښکارندويي کوي، چې چينايان سوله، همغږي او همکارۍ خوښوي.

زامبیا پوهنتون د همدې مياشتې په ۱۹مې نېټې د چيني ژبې ورځې د لمانځنې فعاليت ترسره کړی او ګډونوالو پکې د خطاطۍ هنر د زده کولو او د چين د ملي جامو د اغوستلو په شمول د يو لړ پروګرامونو له لارې چيني کلتور او تمدن احساس کړی دی.

د مصر د قاهرې پوهنتون کنفوسيوس پوهنځي، د اسلاونيا د لوبيويانا پوهنتون کنفوسيوس پوهنځي او ډېرو نورو سازمانونو هم د ملګرو ملتونو د چيني ژبې ورځې په پار فعاليتونه ترسره کړي دي.