په امريکا کې د چين سفير: هيله ده، امريکا له چين سره په يو لوري ګامونه پورته کړي
CMG2024/04/22 10:10:03
شريکول:

په امريکا کې د چين سفير شي فنګ د اپرېل په شلمې نېټې په هاروډ پوهنتون کې د چين فورم پرانيستونکو مراسمو ته وينا کړې او هيله يې ښودلې، چې امريکا له چين سره په يو لوري ګامونه پورته کړي او د متقابل درناوي، په سولې کې د ګډ ژوند او د همکاريو له لارې د ګډو بريالیتوبونو له اصولو سره سم په نوې زمانې کې د دواړو هېوادونو د ګډ موجوديت ښه لاره ومومي.

نوموړي نړۍ له ډېرو بدلونونو سره مخ او له ګډوډۍ څخه ډکه ياده کړې ده.

شي فنګ هيله ښودلې، امريکا له چین سره ګډې هڅې وکړي، څو خپلمنځي اړيکې يې ثابتې، سالمې او دوامدار پرمختګ ومومي او په خبره يې، دواړه هېوادونه په ګډه ستونزې لرې کولی شي.

نوموړي د چين او امريکې د اړيکو لپاره څو فقره يیز وړانديز هم کړی دی.

۱ـ چين او امريکا دې پر سمې مفکورې مخته ولاړ شي.

۲ـ دواړه هېوادونه دې خپلمنځي توپيرونه کنټرول کړي.

۳ـ چين او امريکا دې د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ پياوړې کړي.

۴ـ دواړه هېوادونه دې د لويو هېوادونو مسؤليتونه پرغاړه واخلي.

۵ـ چين او امريکا دې کلتوري تبادلې د پرمخبېولو لپاره ګډې هڅې وکړي.