چين د سږ کال په لومړيو ۳ مياشتو کې د ۱۹۳ ميليارډو او ۳۰۰ ميليونو يوانو په ارزښت د اوبو لګولو پروژې بشپړې کړي
CMG2024/04/22 15:26:27
شريکول:

د چين د اوبو لګولو مرستيال وزير چن مين د اپرېل په ۲۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې وزارت یې د روان کال په لومړۍ ربعې کې د اوبو لګولو ۲۳.۵ زره پروژې ترسره کړي او په دغې برخه کې يې د ۷۷۸ ميليارډو او ۷۰۰ ميليونو يوانو په ارزښت پانګونې کړې دي، چې دا د ۲۰۲۳م کال د همدې مودې په نسبت ۹۳.۳ سلنه زياتوالی ښيي.

د نوموړي په وينا، د روان کال په لومړۍ ربعې کې په چین کې د ۱۹۳ ميليارډو او ۳۰۰ ميليونو يوانو په ارزښت د اوبو لګولو پروژې بشپړې شوي، چې د ۲۰۲۳م کال د همدې مودې په پرتله ۴.۴ سلنه زياتوالی ښيي.

 د مرستيال وزير چن مين په خبره، په هېواد کې د اوبو لګولو لویو پروژو په مستقیم ډول خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.

د مالوماتو له مخې، د چين د اوبو لګولو لويو پروژو د روان کال په لومړۍ ربعې کې ۷۳۰ زرو خلکو ته دندې برابرې کړي، چې دغه رقم د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۳.۸ سلنه زياتوالی ښيي.

(ژباړه: شکريه)